هرات کې ځوانانو او نجونو خپل لاسي صنایع او هنري اثار په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل. د دغه نندارتون تنظیموونکي وایي، چې ښځې په څلورو بېلابېلو برخو کې د لاسي صنایعو په تولید او د هنري اثارو په جوړولو بوختې دي. دغه نندارتون د لاصي صنایعو د خرڅلاو لپاره د بازار موندلو په هدف جوړ شوی. په دې نندارتون کې څه باندې ۴۰ نجونو او مېرمنو خپل هنري توکي نندارې ته وړاندې کړي دي. په هرات کې په تېرو دوو کلونو کې ډیری نجونو او مېرمنو د لاسي صنایعو زده کړې ته مخه کړې ده. سربېره پر دې چې ګڼ شمېر مېرمنې په کور دننه د لاسي صنایعو په تولید بوختې دي، په نړیوالو او ټولنیزو بنسټونو کې هم ښځې او نجونې د بېلابېلو هنري چارو په زده کړو بوختې دي.
































