د بغلان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي، چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو ښوونځی د یونسیار په مالي لګښت د ۲۷۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د جوړېدو په حال کې دی. د بغلان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس ابراهیم عمري وايي، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کډوالو په ښارګوټي کې د یوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې د یونسیار په مالي لګښت پیل شوې چې ۴۰ سلنه چارې یې بشپړې شوي او پاتې کارونه به یې هم په نږدې راتلونکي کې په ښه کیفیت سره بشپړ شي. ابراهیم زیاته کړه چې د دې ښوونځي د جوړولو چارې یونسیار دفتر یوه خصوصي شرکت ته سپارلي او د ۲۷۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت سره جوړېږي.
































