د بغلان ولایتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د نساجي فابریکې ځینې برخې ۸۰ سلنه فعالې شوې او ډېر ژر به یې پاتې کارونه هم بشپړ شي. د یادې فابریکې مسوولین وايي، چې د دغې فابریکې د پنبې پروسس، تار او تیکې جوړولو ځینې برخې یې بیرته د پخوا په څېر فعاله کړې دي او دا مهال تر درې سوه ډېر کسان په کې په کار بوخت دي. د نساجي فابریکې مرستیال عبدالمتین حنیفي وايي، چې دا مهال د دغې فابریکې ځينې برخې فعالې شوي او د یو شمېر نورو پر فعالیدو کار په چټکۍ سره روان دی، چې ډير ژر به دغه فابریکه په بشپړه توګه فعاله شي. نوموړی اوسمهال په دغه فابریکه کې څه باندې ۳۰۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې او هیلې شته چې د پاتې برخې د کارونو په بشپړېدو سره به زرګونه نورو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
































