د بلخ ولایت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت له پاکستانه راغلو لس ګونه کډوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د یاد ریاست مسوولین وایي تر دامهاله یې نږدې ۲۵۰ تنه تازه راغلي افغان کډوال په کار کړي او په خبره یې، پلان لري چې نورو کسانو ته هم په بېلابېلو شرکتونو، موسسو او رغنیزو پروژو کې د کار زمینه برابره کړي. د مالوماتو له مخې په دې پروژه کې هر کاریګر ته د ورځې ۵۰۰ افغانۍ ورکول کیږي. یو شمېر هغه کسان چې دلته ورته د کار زمینه برابره شوې خوښي څرګندوي او وایي چې له دې لارې هم د خپلې کورنۍ نفقه برابروي او هم خپل هېواد ته خدمت کولای شي. بلخوا د سیمې یو شمېر قومي مخور هم د مسوولینو د دغه ګام ستاینه کوي او وایي، چې د افغان کډوالو لپاره باید د کاري زمینې په برابرېدو کې لا ډېرې هڅې وشي، تر څو دغه کسان لاس په کار او د نورو مرستو ته اړ نه شي.
































