د کډوالۍ د نړۍوال سازمان رییسې امي پوپ، او مل پلاوي يې د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې په دې کتنې کې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعيت، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستنې، د قانوني کډوالۍ د تسهيل او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
































