په کابل ښار کې یو شمېر څرمن ګنډونکي او پلورونکي د خپل کاروبار له غوړېدو خبر ورکوي. د دوی په وینا د ژمي موسم په رارسېدو سره یې د پلور کچه لوړیږي. یو شمېر څرمن ګنډونکي او پلورونکي پر دې خوښ دي، چې د ژمي په درشل کې یې د پلور بازار ګرم شوی دی. له دې سره هممهاله د سوداګری او پانګونه خونه وايي، هڅه کوي، چې د دغه صنعت وارداتو او صادراتو ته دوده ورکړي. صنعتکاران وايي، چې د وري، پسه، زمري او ګېدړې په څېر ژویو له څرمنو ژمنی جامې له چپنې، خولۍ، دستکشې او واسکټونه جوړوي.
































