د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د کډوالۍ نړۍوال سازمان له مشرې، امي پاپ سره لیدلي او له دغه سازمانه یې د ژمي په رارسېدو سره له راستانه شویو افغانانو سره د مرستو غوښتنه کړې ده. د وزارت د خبرپاڼې له مخې، سرپرست وزیر له رستانه شویو افغانانو سره د زده کړو، روغتیا او سرپناه برخو کې هم د مرستو غوښتنه کړې ده. خبرپاڼې د اغلې پاپ له خولې لیکلي، چې مرستندویه بنسټونه له راستانه شویو افغانانو سره د مرستو په حال کې دي.
































