د بلخ ځايي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۷ میلیونه ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه مارکېټ د بنسټ ډبرې د ایښودلو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د چهاربولک ولسوال عبدالله منصور وايي چې د دغه ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د ۷ میلیونه ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۷۰ هټیو د بنسټ ډبره ایښودل شوې، چې په ۳ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي. د بلخ مرستیال والي د یاد مارکېټ د پرانیستې پرمهال وویل چې په دې سره به د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
































