د نیمروز د دلارام ولسوالۍ پر لویې لارې څلور موټر یو له بل سره ټکر شوي دي. د نیمروز د ترافیکو مدیریت د ترافیکي پېښو مدیر سردارمحمد رحیمي ویلي چې یاده پېښه د زرنج-دلارام پر لویې لارې په منار سیمه کې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې هغه مهال شوې چې دوه ۴۰۴ او ۵۸۰ ډوله موټر او دوه هم د خاور موسسې موټر پر یو وخت یو له بل سره ټکر شوي دي. د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۳ نور ټپیان شوي دي. هغه وايي، خلکو د پېښې ټپیان بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولي او روغتیايي وضعیت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
































