د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د نهو څاګانو د بیارغولو چارې بشپړې شوې. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د «ډاکار» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د نهو څاګانو د بیارغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یادونې وړ ده چې په یاده ولسوالۍ کې د «ډاکار» مؤسسې ۲۰ کورنیو ته د اوبو د پاکولو لپاره فلټرونه او ۷۵ کورنیو ته روغتیايي کېټونه وېشلي دي چې په هر کیټ کې ۲۲ قلمه توکي شامل دي
































