د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د غه ولایت په خاکسفيد ولسوالۍ کې د یوه استنادي دېوال د جوړیدو خبر ورکړی دی. د مالوماتو له مخې دغه دیوال د خاکسفيد ولسوالۍ اړوند د خشکابه په کلي کې د کرنیزو ځمکو د ښه خړوبولو او د کانال د ويجاړېدو د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.دغه دیوال د یو.ان.ډي.پي. مؤسسې په مالي ملاتړ د ۳۵۰ متره په اوږدوالي او د دوو ۲۵ متره نورو دېوالونو په درلودلو سره د ۴.۳ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د یادولو وړ ده، چې په دغه پروژه کې ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او د دې ترڅنګ د دغه دیوال له ګټې اخیستنې د خشکابې او نو اباد کلیو شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ برخمنې شوې دي.
































