په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د ډسمبر په ۲۰مې نېټې د افغانستان مسئلې په تړاو يوې غونډې ته ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد دغه هېواد ته لا زياتې بشري مرستې برابرې کړي. نوموړي ویلي، چې د افغان له سرپرست حکومت سره دې زيات تماسونه ونيسي او د ترهګرۍ ضد مبارزې کې دې ورڅخه ملاتړ وکړي. هغه پر افغان سرپرست حکومت هم غږ کړی، چې د افغان مېرمنو حقونه جدي تضمين کړي. ګنګ شوانګ زیاته کړې، چې په افغانستان کې اوسمهال څه باندې ۳ ميليونه ماشومان له خوارځواکۍ او له ۱۰ ميليونو زيات افغانان له لوږي سره مخ دي او سږني ژمي په دغه هېواد بشري ناورينونه لا پسې سخت کړي دي. نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې افغانستان ته لا زياتې بشري مرستې برابرې کړي او افغانان بايد سياسي قربانيان نه کړي.
































