د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې، په ټول افغانستان کې څه باندې یو میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. د یاد سازمان د رییس په وینا یاد سازمان په افغانستان کې د ماشومانو له خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره ۱۸۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. ډاکټران هم مني چې په هېواد کې د خوارځواکۍ ګراف پورته تللی دی. د اندراګاندي روغتون ډاکټران وايي، د تېرو کلونو پر تله سږکال پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی او اوس هره ورځ له شلو تر ۲۵ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان دغه روغتون ته وروړل کېږي. له دې سره سم، د روغتیا نړۍوال سازمان په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، دمګړۍ د افغانستان ۳۰ سلنه خلک د خوړو له شدیدې نا امنۍ سره مخ دي او دغه سازمان د یادو ماشومانو د درملنې لپاره ۱۸۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
































