د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي د سولې په بهیر کې د مېرمنو ونډه باید زیاته شي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غیر رسمي غونډه کې ویلي چې افغان مېرمنې باید له خپلو حقونو دفاع وکړي او ددې موخې لپاره باید د سولې په هلو ځلو او مذاکراتو کې ددوی ونډه ډېره شي. دوی همدا راز ویلي چې د ښځو له حقوقو دفاع کوي او ددوی لاس ته راوړنې باید وساتل شي. تر دې وړاندې امریکا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو بنسټونو هم د سولې په خبرو کې د ښځو پر لا ډېره ونډه ټینګار کړی دی. افغان حکومت بیا وایي چې مېرمنې د سولې په بهیر کې خپله ونډه لري او پر لاس ته راوړنو یې معامله نه کېږي.
































