د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له پاکستانه هېواد ته د ۲۱۵ نورو افغان کډوالو له راستنېدو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ۴۳ کورنۍ چې ټولټال ۲۱۵ کسان کېږي په جبري توګه ستنې شوي او له ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي. په پاکستان کې د وروستیو تاوتریخوالو له زیاتېدو وروسته دوی د پړې ګوته افغانانو ته نیسي. پاکستان په اکټوبر میاشت کې پرېکړه وکړه، چې په دغه هېواد کې مېشت بې اسناده افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي. که څه هم د پاکستان دغه پرېکړه تر نړۍوالې کچې وغندل شوه؛ خو د پاکستاني چارواکو په وینا، لا هم دغه لړۍ په منظم ډول دوام لري.
































