د میدان وردګو ولایت د مرکز اړوند کشمیر کلا سیمه کې پرون ناوخته د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه شوې ده. د یاد ولایت د ځایي مسوولینو په وینا دغه پېښه د رینجر او فولډر ډوله موټرو د ټکر په پایله کې رامنځته شوې، چې له امله یې ۱۰ تنه ټپیان شوي. مسوولین زیاتوي چې ټپیان د امنیتي ځواکونو په مرسته د یاد ولایت مرکزي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. مسوولینو د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې دې ته ورته پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې دي.
































