د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د مساو او روکن په کليو کې د کرنيزو ځمکو د ښه خړوبولو دوه سربندونه تر بیا رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د يادو سربندونو د پرانيستې پر مهال د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مديريت د غلو او دانو مدير محمد تواب وويل چې د مساو او روکن په نامه ياد دوه سربندونه د شپږو میاشتو په موده کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د ۳۱۰ زره ډالرو په لګښت بیا رغول شوي, چې په کې ۳ زره متره مکعبه سنګ کاري، د شاوخوا ۲۳۰ مترو په اوږدوالي د يو استنادي دېوال جوړول او د یو کيلو متر ويالې د پاک کارۍ چارې شاملې دي.
































