په نیمروز کې د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ مسوولین وایي، چې ۲۰۰ تنه نور افغان بندیان د ایران له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول. په دغه ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ رییس، یارمحمد حقیار وايي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله، څه موده وړاندې نیول شوي وو، آزاد او د ورېښمو له لارې هېواد ته راستانه شول. نوموړي زیاته کړه چې تېره اوونۍ هم په نهم پړاو کې ۱۹۳ تنه بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شوي وو.
































