په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د هغوی همکارو موسسو په بامیان ولایت کې د ښځو په مشرۍ د سوداګرۍ د ودې او د ژوند د فرصتونو د زیاتوالي په هدف یو سوداګریز مرکز پرانیست. د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې دا مرکز ۲۰ دوکانونه لري او د ښځو لخوا اداره کېږي. افغان سوداګرو ښځو د ملګرو ملتونو له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی.
































