د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې لومړنیو دوه غیررسمي یو ورځنیو سیالیو ته د یو شمېر نویو ځوانانو په ګډون افغان لوبډله اعلان کړه. کرکټ بورډ نن یادو سیالیو ته د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه. په اعلان شوې لوبډله کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، اکرام عليخېل، ریاض حسن، محمداسحاق رحیمي، رحمت شاه، دروېش رسولي، بهیرشاه محبوب، ګبلدین نایب، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، قیس احمد، عبدالرحمن رحماني، فریدملک، یامین احمدزی، بلال سمیع او ضیاالرحمن اکبر شامل شوي دي. دا لومړی ځل دی چې ویکټ ساتونکی توپوهونکی اسحاق رحیمي ته د ملي لوبډلې په نوملړ کې چانس ورکول کېږي. دغه راز پيلیز توپوهونکی رحمن الله ګربز ته بیا دمه ورکړل شوې ده.
































