ملګري ملتونه وايي، د هغو بزګرو لپاره د جدي مرستو غوښتونکي دي چې د کوکنارو د کښت منع کولو له امله زیانمن شوي دي. یوناما د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې د سروې د پايلو پر بنسټ ادعا کوي چې سرپرست حکومت د کوکنارو کښت خورا ډېر راکم کړی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن روزا اتونبایوا وايي، که څه هم په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه د نړۍ اندېښنې لرې شوي، خو تر دې مهاله د دې هېواد بزګرو ته د کافي او مناسب زراعت امکانات نه دي برابر شوي. د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې سږکال د عقرب په مياشت کې اعلان وکړ چې د دوی د سروې پر بنسټ، په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵سلنه کم شوی دی.
































