د عامې روغتیا سرپرست وزیر له یوې مالیزیایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې دمګړۍ د افغانستان په روغتیا سکټور کې ۱۵۰ زره ښځې په دندو بوختې دي. نوموړي ویلي، چې سرپرست حکومت ټول افغانستان د روغتیايي خدماتو تر پوښښ لاندې راوستی دی په داسې حال کې چې تېر افغان حکومت د هېواد یوازې ۳۰ سلنه جغرافیې ته روغتیایي خدمات رسول. قلندر عباد ویلي په افغانستان کې د ټولو ښځو او نجونو حقونه د اسلامي اصولو په رڼا کې خوندي دي او زیاته کړې یې ده چې افغاني ټولنه ښځو ته اړتیا لري او له هغوی پرته پرمختګ نشي کولی. هغه ویلي، چې دمګړۍ په افغانستان ۲۰۰ زره ښځینه ښوونکې په دندو بوختې دي.
































