د وسله والو طالبانو مشر وایي افغان حکومت دې د سولې په لار کې خنډونه نه جوړوي او ژر تر ژره دې د سولې د راتګ لپاره واقعي ګامونه اوچت کړي. ملا هبت الله د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دوی له خپل لوري د سولې په برخه کې مسوولیت ادا کړی دی او له امریکا سره یې مشخصه هوکړه لاسلیک کړې چې تر دې دمه په ښه توګه عملي شوې ده. نوموړي تور پورې کړی چې په افغانستان کې یوه محدوده کړۍ د واک د ساتلو او همدا راز د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي مسایلو ته ارزښت نه ورکوي او د هيواد ملي ګټې ورته مهمې نه دي، نو ځکه د سولې په لار کې خنډ جوړوي. نوموړي پر افغان حکومت غږ کړی چې زندانیان دې ازاد کړي، ملي ګټې دې په پام کې ونیسي او د سولې لپاره دې لا ډېر عملي ګامونه اوچت کړي. هغه د بهرنیو ځواکونو په اړه ویلي چې امریکایان له افغانستان د وتلو په حال کې دي او تر څنګ یې طالبان غواړي له سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې ولري. ملا هبت الله داسې مهال افغان حکومت د سولې په لار کې په خنډ جوړولو تورنوي، چې تېره ورځ هم امنیت شورا طالبان د جګړې اصلي لاملین وبلل او په خبره یې دغه ډله تر سولې پر جګړې ډېر ټینګار کوي.
































