شمالي کوریا وایي دوی باید یو اټومي هېواد پاتې شي ځکه د ځان د ساتلو یوازینۍ لار یې همدا ده. د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ د پخوانیو پوځیانو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په ټول توان به د خپل هېواد له اټومي پروګرام دفاع کوي او د بقا یوازینۍ لار یې د اټومي وسلو ساتل دي. نوموړي ویلي چې نړیوال ورسره پر ژمنو عمل نه کوي نو ځکه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي. هغه د شمالي کوریا پر پوځ غږ کړی چې د خپل هېواد ساتنې ته په هر ډول شرایطو کې تیار اوسي او د ځان د پیاوړتیا لپاره دې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي. کیم جونګ اون داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تر دې وړاندې یې ویلي وو له امریکا سره به هوکړه لاسلیک کړي او له اټومي پروګرام به لاس په سر شي.
































