د افغانستان سرپرست حکومت وايي، په تېرو نږدې دریو میاشتو کې له پاکستان، ایران او ترکیې شاوخوا ۸ سوه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د سرپرست حکومت ویاند وايي، له اکټوبر میاشتې راهیسې هېواد ته د افغان کډوالو د راګرځېدو بهیر چټک شوی دی. له پاکستانه بیا راستانه شوي افغانان په هغه هېواد کې له دوی سره د ناوړه شوي چلن شکایتکوي او غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې پاکستان کې د مېشتو افغانانو وضعیت ته پام وکړي. له دې سره سم، له ایران او ترکیې راستانه شوي بیا د دغو دواړو هېوادونو د پولیسو له لوري پر بد چلن د نیوکې سربیره وايي، افغان کډوال په دغو هېوادونو کې ډير ځورول کیږي او له نیول کېدو وروسته په جبري توګه را ایستل کیږي.
































