د کابل ښار په ترمینلونو کې د ۳۵ موټرو ټرانسپورټي فعالیت ځنډول شوي دي. د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د تخنيکي خدمتونو خونديتوب رياست له لوري د کابل ښار په ترمینلونو او بېلا بېلو ساحو کې دلېږدونکو موټرو د خوندیتوب، معیاري کولو او چاپیریال ساتنې په موخه د موټرو تخنيکي چک کنټرول پروسه ترسره شوې ده. دغه وزارت ویلي، چې د یادې پروسې پرمهال د ۳۵موټرو ټرانسپورټي فعالیت ځنډول شوی او موټر چلوونکوته لازمې سپارښتنې شوي، چې د موټرو تخنیکي ستونزې حل کړي، ترڅو د ترافیکي پېښو او چاپېریال ککړتیا سبب ونه ګرځي.
































