د چارو ادارې په تازه اعلامیه کې له لوړ پوړو دولتي چارواکو غوښتي، چې خپلې شتمنۍ د روان کال د زمري تر ۱۳مې نیټې ثبت کړي . یادې ادارې خبرداری ورکړی چې که تر یادې نیټې لوړ پوړي چارواکي خپلې شتمتنۍ رسمي ثبت نه کړي نومونه یې اعلانوي . د کابینې د پرېکړې په اساس د ملي شورا د وکيلانو په ګډون د حکومت ټول لوړپوړي اراکین مکلف شوي، چې د روان کال د زمري تر شپږمې، خپلې شتمنۍ د جمهوري ریاست د چارو ادارې په لوی ریاست کې د شتمنیو د ثبت له ریاست سره، ثبت کړي. خو، د شتمنیو د ثبت په اړه د کابینې له لوري دغه ټاکل شوی وخت د حکومت یوه لویه برخه چارواکو جدي نه دی ګڼلی او تر اوسه یې خپلې شتمنۍ د چارو ادارې د لوی رياست اړوند د شتمنيو د ثبت په رياست کې نهدي، ثبت کړي. د چارو ادارې لوی ریاست پرېکړه کړې ده، چې د یاد وخت تر پای ته رسېدو وروسته به د ټولو هغو حکومتي چارواکو نومونه خپاره کړي، چې خپلې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړي.
































