د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند د خواجه خېلو په سیمه کې د UNDP په مالي ملاتړ د براک موسسې له لوري د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت ۳،۵کیلو متره یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د پکتیکا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس له نړیوالو موسسو د پکتیکا په لرې پرتو ولسوالیو کې د ورته پروژو پلي کولو غوښتنه کوي. په ورته وخت کې د براک موسسې ولایتي مسوول صدیق الله تاند وایې، چې د یادې پروژې پر مهال ۲۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
































