د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ناروې ته تللی دی. نوموړي ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي. خلیلزاد له ناروې غوښتي چې په ناټو سازمان کې د افغان سولې له پروسې د ملاتړ لپاره خپلې هڅې جاري وساتي. دوی همدا راز پر هغو مسایلو هم خبرې کړې دي چې کولی شي پر افغان سوله اغېز ولري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې خلیلزاد به د ناټو له نورو غړو سره هم ګوري او له دوی سره به پر افغان سوله خپل نظریات او لاس ته راوړنې شریکوي.
































