مېرمنو سره د مرستې او د هغوی پر ځان بسیاینې په موخه د سمنګانو ولایت پر ۵۰۰ مېرمنو د تازه سبو تخمونه او اړوند کاري توکي ووېشل شول. دغه مرسته د سمنګانو ولایت د خلم ولسوالۍ له اړمنو مېرمنو سره شوې، چې په خپلو کورونو کې د سبو او ترکاریو په کرلو سره پر ځان بسیا شي. په سمنګانو ولایت کې د اکشن اېډ اداره وايي، دوی دغه مېرمنې هڅولې چې په خپلو کورونو کې د وړو باغچو په جوړولو سره داسې سابه وکري، چې په بازارونو کې ورته اړتیا لیدل کېږي او ګټه یې هم زیاته وي. دغه اداره وايي، پر هرې مېرمنې یې د اته ډوله شنو سبو تخمونه وېشلي او څلور ډوله داسې کاري وسایل یې هم د هغوی په واک کې ورکړي، چې وتوانېږي له خپلو باغچو څخه پرې زیات حاصلات تر لاسه کړي.
































