د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۵ زره ۴۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۵۱ زره ۷۲۳ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳ زره ۳۷ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۰ زره ۷۰۵ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه ۷۵ زره ۴۶۵ مټریک ټنه انتقالات کېږي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په تېره اوونۍ کې ۱۷۰۰ ټنه صادرات او ټرانزیټ شوی، چې لویه برخه یې کینو او مالټې دي.
































