په تېره یوه میاشت کې کابو ۲۶۰۰ بهرنیانو د هوا او ځمکې له لارې افغانستان ته تګ راتګ کړی دی. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافیع پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د ۲۴ ښځو په ګډون ۱۳۱۴ تنه بهرنیان د لیندۍ په میاشت کې افغانستان ته راغلي او په همدې موده کې د ۱۷ ښځو په ګډون ۱۲۷۲ تنه بهرني وکړي له هېواده بېرته تللي دي.
































