د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ، د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ د پنځو سیمو د نفرایټو کانونو داوطلبي ترسره شوه. د کانونو او پټرولیم وزارت، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د نفرایټو د یادو سیمو په اړه معلومات ورکړي او ویلي يې دي چې دغه قراردادونه د یو میلیارد افغانیو په پانګونې سره د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکول کېږي او ۲۵۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
































