د ماشوم او وسله والو نښتو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او په نړۍواله کچه یې د هغوی د ملاتړ غوښتنه کړې ده. یاد دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه له پاکستانه د افغان کډوالو ستنولو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو له بندیز وروسته په افغانستان کې د ماشومانو زیانمنېدا زیاته شوې ده. د یاد دفتر مشرې، ویرجینیا ګامبا په افغانستان کې د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د له منځه وړلو او د ناچاودو توکو په اړه د عامه پوهاوي برخه کې نړۍوال ملاتړ ته اړتیا ده.
































