پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد د ۲۰۲۳ مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات زیات شوي دي. په راپور کې راغلي چې پاکستان په دغه موده کې افغانستان ته د څه باندې ۲۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو توکي صادر کړي دي. په راپور کې پاکستان ته د افغانستان صادراتو په اړه ویل شوي چې څه د پاسه ۷۲ سلنه کموالی پکې راغلی او په دې موده کې له افغانستانه پاکستان ته یوازې د ۳.۱ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.
































