د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د ترانسپورټ او هوايي چلند، صنعت او سوداګرۍ له وزیرانو، د مالیې وزارت او خصوصي سکټور له استازو سره لیدلي. اقتصادي معاونیت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو له لوري تر ټاکل شوې اندازې د زیاتې کرایې اخیستلو، په ګمرکونو کې د بار وړونکو موټرونو د نوبت د تنظیم او د سوداګرو او صنعتکارانو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ په اړه خبرې وشوې. یاده لیدنه کې د ترانسپورټي ستونزو د ارزونې په موخه ځانګړې کمېټه په دنده ګمارل شوې، چې د هېواد لویو ګمرکونو ته سفر وکړي او خپل راپور د اقتصادي معاونیت مقام سره شریک کړي.
































