په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قوماندان په یوه ویډويي پیغام کې ویلی، چې د ملکي تلفاتو د کمیدو لپاره د تاوتریخوالي کمښت اړین دی. سکاټ میلر د جګړې په ښکېلو لورو غږ کړی، چې تاوتریخوالی ودروي او د ملکي تلفاتو په کمیدو سره د سولې پر وړاندې پراته خنډونه له منځه یوسي. سکاټ میلر دغه راز زیاته کړې، چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي او باید ډاډه و اوسي چې امریکا او او نور همکاران یې له افغانانو ملاتړ کوي. میلر زیاتوي چې دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې موارد څاري او ملاتړ یې کوي.
































