روغتیا وزارت وایي چې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۰۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۳۶۸ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱ کس مړ شوی او ۱۶۰ نور بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې د کرونا له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۱ زر او ۲۷۰ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۵ زره او ۳۵۸ ته پورته شوی دی.
































