پاکستان کې د یوې نښتې پر مهال لس پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دا نښته د ګلګت بلتستان په چیلاس سیمه کې رامنځته شوې ده. د چیلاس د ځایي پولیسو مشر شیر خان ویلي، په دې نښته کې پنځه پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. شیرخان زیاته کړې، نښته هغه مهال رامنځته شوې چې پوځیان د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ سیمې ته د عملیاتو لپاره تللي وو. هغه ویلي چې په یاده پېښه کې څلور ترهګر هم وژل شوي دي. د پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































