د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو په لا پياوړتیا ټینګار کړی. دې لیدنه کې همداراز د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ایران کې دافغان بندیانو او کډوالو د وضعیت او ستونزو د حل په موخه له خپل ایراني سیال سره خبرې کړې دي. ورته مهال عبداللهیان د یادو مواردو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی.
































