د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي پر خپله پاڼه ټویټر پاڼه له سرپرست حکومته غوښتي چې په نادولتي موسسو کې دې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز له منځه یوسي. ریچارد بېنېټ لیکلي چې د یو بشپړ او عزتمند ژوند لپاره زده کړې او کار دواړه اړین دي. هغه زیاته کړې چې د افغان ټولنې په پرمختګ او اقتصادي وده کې د ښځو ونډه اړینه ده.
































