د ریاستالوزرا اداري مرستیال پهکابل کې د جاپان له سفير، د دې هېواد د ساساکاوای سولې بنسټ پلاوي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پخواني استازي سره لیدلي. په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي تادامیچي یاماموتو ویلي، چې نړۍ سره د سرپرست حکومت د اړیکو لا پیاوړتیا د افغانستان او نړۍ په ګټه ده او جاپان تیار دی دې برخه کې همکاري وکړي. د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ رییس ویلي؛ په افغانستان کې د سرتاسري امنیت تامین د دې لامل شوی، ترڅو په افغانستان کې د روغتیا، پوهنې، کرنې، اوبو لګولو او نورو برخو کې یاد بنسټ خپل فعالیتونه پیل کړي. ورته مهال اداري مرستیال ټينګار کړی، چې سرپرست حکومت غواړي له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پر اساس نيکې او ښې اړيکې ولري.
































