نن د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو چې ټاکل شوې د څلورو ورځو لپاره دوام وکړي. عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې همدا کمپاین به د ختیځ زون په ۴۲ ولسوالیو کې ترسره کیږي چې په ترڅ کې به یې په دغو سیمو کې د پولیو لوړ ګواښ له امله لس کلنو ماشومانو ته هم واکسین ورکول کیږي. د خبرپاڼې له مخې، د دغه فرعي کمپاین په لړ کې به ۸.۸ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.
































