د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې ۱۵ افغان بندیان په پاکستان کې له بنده خوشې شول. دغه ۱۵ تنه افغان بندیان د کوټې له زندانونو خوشې او پرون هېواد ته راستانه شول. د دغه وزارت په وینا، د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بنديان شوي وو، چې افغانستان ته له راستنېدو سره سم د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول. تر دې د مخه د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي په ځلونو ویلي، چې په دغې صوبې کې به ټول بې اسناده کډوال وباسي. له دې سره سم پاکستاني چارواکو هم ویلي، چې په دغه هېواد کې د بې اسناده بهرنیانو د اېستلو لړۍ لاهم په منظمه توګه روانه ده.
































