د پروان ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت اړوند د سالنګ د دویم تونل د جوړېدو په موخه یوه ډله چینايي انجینیران دغه ولایت ته ورغلي دي. د پروان د والي ویاند سیدحکمتالله شمیم په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې دغه چینايي انجینیران پروان ته د سالنګ دویم تونل د جوړېدو اړوند سروې لپاره تللي دي. د نوموړي په وینا، یادو انجینیرانو د پروان والي سره هم لیدلي دي. په دې لیدنه کې د پروان والي د سالنګ دویم تونل پر جوړېدو د ټينګار ترڅنګ ویلي چې دغه تونل به مسافرو ته د تګراتګ پر مهال د اسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره د لومړي تونل د بدیلې لارې په توګه هم وکارول شي.
































