د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د ننګرهار ښوونځیو ته ۳.۴ میلیونه نوي درسي کتابونه ځانګړي شوي چې ۲.۹ میلیونه وېشل شوي او ۴۳۸ زره ۱۸۴ کتابونو د وېش لړۍ هم نن پيل شوې چې د مرکز په ګډون به ۲۲ ولسوالیو کې زده کوونکو ته ووېشل شي. په ورته وخت کې لوګر کې هم پر څه د پاسه ۵۰ زره زده کوونکو درسي توکي وېشل شوي دي.
































