د اوسپنې پټلۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات په تورغونډۍ بندر کې د افغانستان او ترکمنستان تخنیکي ټیمونو لیدنه کړې او پر اړوندو موضوعاتو یې خبرې کړي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو ټیمونو د تورغونډۍ د رېل پټلۍ له تمځای څخه د لیدنې پرمهال د یاد بندر پر ظرفیت لوړونې، د سوداګریزو توکو د لېږد پر چټکوالي، ټرانزیټ او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.
































