د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو لوی ریاست مسوولینو او نورو چارواکو په ملتیا د پلخمري د نساجي فابریکې له بیارغونې لیدنه کړې ده. نوموړي؛ د یادې کارخونې د ماشینرۍ د بیا رغولو پرمختګ ستایلی او مسوولینو ته یې د دې کارخونې د بیا جوړولو د بهیر بشپړېدو په اړه لازمي لارښوونې کړي او د هر راز همکارۍ ژمنه یې کړې ده. د پلخمري نساجي کارخونې مشرتابه هم ژمنه کړې، چې د دې کارخونې د فعالولو او په چارو کې د پرمختګ په اړه به هر راز هڅه کوي. ویل کیږي، چې د دولتي شرکتونو لوی ریاست د هڅو له کبله د دې کارخونې فعالیت بیا پیل شوی، چې اوسمهال بېلابېل ټوکر تولیدوي او د شاوخوا ۳۵۰ تنو لپاره یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.
































