د افغانستان کرکټ بورډ د یو لړ بندیزونو سربېره له دریو مشهور افغان لوبغاړو د مرکزي قرارداد امتیاز واخیست. افغان کرکټ بورډ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمن څخه د یوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد د اخیستو او همدارنګه د دوو کلونو لپاره په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د ګډون اجازې نه ورکولو پرېکړه کړې ده. په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو څخه د ډډې کولو په پایله کې چې د ادارې او ملي ګټو خلاف عمل دی؛ دغه پرېکړه کړې ده .
































