د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران مشهد ښار کې د افغان-ایران ګډې سوداګرۍ خونې له لوري جوړه شوې غونډه کې ایراني او افغاني سوداګر او پانګوال هڅولي چې افغانستان کې په ډاډه زړه پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړی چې سرپرست حکومت به یې په ټول قوت تر شا ولاړ وي. سرپرست وزیر ویلي، چې افغان حکومت په خپل ټول توان سره د سیمې د ښېرازۍ لپاره هڅې کوي او چاته اجازه نه ورکوي چي د افغانستان په ګډون د ګاونډ، سیمې او نړۍ امنیت وننګوي.
































